دخواشينۍ پيغام


 په خواښينۍ سره خبر شو و چه د لرو پښتنو او بلوڅو د ملي آزادي بخښونکي غورځنګ لارښود، د ملي عوامي ګوند مشر ، د افغان ولس ستر دوست ، د افغانستان د خلکو د ملي او مترقي غورځنګونو ټينګ ملاتړي او دسيمي ستر ملي ، اجتماعي شخصيت خان عبدالولي خان په حق ورسيد . خداي دي يي وبښي . خداي بښلي ولي خان د خپل پلار دهند د نيمې وچې د آزادۍ د لارې دستر مبارز پاچا خان فخر افغان دجدوجهد په دوام دپښتنو او بلوڅو دبرخه ليک دملي غورځنګ بيرغ اوچت وساته او دژوند تر پايه يي دغه ملي او ولسي ارمان ته درسيدو لپاره په ميړانه ، زغم او فداکارۍ مبارزه وکړه . ولې خان ديوه مترقي ، ملي اودموکرات شخصيت په توګه دپښتنو او بلوڅو دملي برخه ليک دغورځنګ په وده او لارښونه کې دنورو ملي او مترقي کړيو او شخصيتونو سره يو ځای ستره ونډه واخيستله . دولي خان مړينه دټول افغان ولس غم دي . خدای بښلي د خپل پلرني ټاټوبي په څير دافغانستان ملي او ټوليز پرمختګ ستر ارمان وه ، او دی ارمان ته درسيدو لپاره دافغانستان د ملي – دموکراتيک او مترقي غورخنګ تر څنګ په قاطعيت اوجسارت دژوند تر پايه ودريد او مبارزه يي وکړله . خدای بښلی ولي خان دافغانستان دخلکو په سختيو او غمونو کې هميشه ځان شريک باله او پښتون خواه يي ددوي خپل کور باله او هلته يي ددوي بي دريغه مرستي کړي ده . د افغانستان د دموکراسۍ او پرمختګ ټوليز غورځنګ د رهبرۍ هيئت اوددې نوي تاسيس شوي ملي او مترقي ګوند په زرګونو غړي د خان عبدالولي خان دمړينې په مناسبت دخداي بښلي دقدروړ اوعزتمندي کورنۍ ، ملي عوامي ګوند، اود پښتونخوا ټول ولس ته د زړه له کومې تسليت وايي او د درنښت سر ټيټوي .

دافغانستان ددموکراسۍ او پرمختګ دټوليزغورځنګ درهبرۍ هيئت

کابل افغانستان

د 1384 هجری شمسي ګال دسلواغه 7 نيټه


February 3rd, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها